د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت( اکتس )
د افغانستان د کلتوري ميراثونو او ګرځندوی انستيتوت ، په افغانستان کي د خپل ډول
لومړنی علمي موسيسه ده چي په ١٣٨٨ لمريز کال کي د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په خصوصي
سکتور کي راجستر شوي او په رسمي ډول يې د خپلو علمي چارو د پيل او پايښت جواز تر
لاسه کړيدی. دا انستيتوت د افغانستان دفرهنګي ميراثونو او توريستي چاروپه سکتورونو
کي د هيواد د ځوانانو د ښووني او روزني چاري پر مخ بيايې. د انستيتوت لپاره غوره
شوی درس پروګرام ( کروکولم ) داجتماعي علومو پوهنځی، کابل پوهنتون او لوړو زدکړو
وزارت له لوري تائېداو منل شويدي. دې علمي موسيسې خپلي چاری په لاندي ډول تنظيم
کړېدي.
لومړی د انستيتوت اداري او علمي جوړښت:
دا انستيتوت درې علمي - مسلکي برخي لري چي د لرغوني افغانستان او کلتوري ميراثونه ،
ګرځندوی او په افغانستان کي د ګرځندویی چارو شونتياوي او د ژبي او ادبياتو په نوم
ياديږي. . په دې درو برخو کي شپږديپارتمنتونه خپلي علمي چاري په لاندي ډول پر مخ
بيايې.
١ – د لرغونی افغانستان فرهنګي ميراثونه :
الف :د لرغونپوهني ديپارتمنت ؛
ب : د فرهنګي ميراثونو ديپارتمنت ؛
٢ – ګرځندوی او په افغانستان کي دګرځندويې چاروشونتياوي:
الف : د ګرځندويې چارو ديپارتمنت؛
ب : د هوټلونو او ادارې ديپارتمنت ؛
٣ – ژبي او ادبيات:
الف : پښتو او دري ديپارتمنت؛
ب : د بهرنيو ژبو ديپاتمنت؛
دوهم : د انستيتوت تحصلي بهير:
- انستيتوت د کانکور له لاري محصلين د دوو درسی کالونو لپاره مني . منل شوي محصلين
د دو کالو يا څلور سيمسترو پر له پسې زدکړو او بريالتوب وروسته د مافوق بکلوريا
لاسوند (شهادتنامه ) تر لاسه کوي.
- دانستيتوت محصلين تر فارغيدلو وروسته په اختصاصی ازموينه کي برخه اخلي ، هغه
محصلين چي په اختصاصي کانکور ازموينه کي بريالي کيږي ، هغه به د کابل پوهنتون د
اجتماعي علومو پوهنځی د لرغونپوهني څانګي دريم ټولګی ته شامليږي.
- د انستيتوت هغه شمير فارغين چي پوهنتون ته د بيلا بيلولاملونو په وجه نه شي
بريالي کېدای ، هغوی به د کار موندلو درې لور لري :
(١)د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت بيلا بيلي څانګي ؛ (٢) د ښووني وزارت اړوند ښونځيو کي
د ښوونکي په توګه؛ (٣) او دريم دا چي هغوی به د خپلو زدکړو پر بنسټ مستقل او ازاد
کارونه تر سره کوي.( ازادي چاري لکه د هوټلونو جوړول، د ګرځندويې ادارو جوړول، په
توريستي سيموکي د لارښود په توګه چاري تر سره کول او داسي نور)
د زياتو مالوماتو لپاره پته:
- خوشال مينه ، د سيلو مخامخ لومړی سړک ، کابل ، افغانستان
- www.aicts.org.af
- www.salaamtolana.org
- bawary1@hotmail.com
- تليفون : 0707445570
A/C NO: 1012202005372

